د طالبانو حکومت د نرګس سادات په ګډون دوه مدني فعالان له بنده خوشې کړل
د ښځو ژوند په افغانستان کې

د طالبانو حکومت د نرګس سادات په ګډون دوه مدني فعالان له بنده خوشې کړل

یوناما تاییدوي چې د طالبانو حکومت د نرګس سادات په ګډون دوه مدني فعالانې له بنده خوشې کړي دي. په داسې حال کې چې د یوناما دفتر د یادو فعالانو د خوشې کیدو هرکلی کوي، خو د طالبانو په بند کې د پاتې نورو مدني فعالانو د دوامداره توقیف په اړه اندیښنه څرګندوي چې د ښځو او نجونو د حقونو مدافعین پکې هم شامل دي.
 
یوناما وايي چې د ځینو نیول شویو کسانو د حالت په اړه له څو میاشتو راهیسې هېڅ معلومات نشته، خو دوی لا هم د طالبانو په بند کې دي.
 
د نرګس سادات خاوند رسنیو ته د هغې خوشې کېدل تایید کړل، خو نور جزیات یې شریک نه کړل. 
 
د "افغانستان د مقتدرو اصلي ښځو غورځنګ" مشره نرګس سادات شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په کابل کې ونیول شوه او د طالبانو امنیتي ځواکونو له خوا زنداني شوه.
 
په ځینو خپاره شویو راپورونو کې ویل کېږي چې د نوموړې خاوند ته د طالبانو مسولینو ویلي چې د مېرمن په تلیفون کې یې د طالبانو ضد موادو د لرلو په تور نیول شوې وه.
 
تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دغو فعالانو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.