په کندهار ښار کې د ښځو د یوازیني مارکیټ تړل کېدو سلګونه مېرمنې بې روزګاره کړې
د ښځو ژوند په افغانستان کې

په کندهار ښار کې د ښځو د یوازیني مارکیټ تړل کېدو سلګونه مېرمنې بې روزګاره کړې

د عینو مېنې بازار په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوالې ټولنې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام له خوا د ۲۵۰ زره ډالرو په پانګونې د یو میلیون ډالرو په ارزښت جوړ شوی او ۳۷ دوکانونه پکې پرانیستل شوي دي. دغه مارکېټ ۲۵۰ مېرمنې په کار ګمارلي او سلګونو نورو ته یې د لاسي صنایعو او نورو توکو د تولید او پلور له لارې په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.
دغه بازار د طالب چارواکو له خوا و تړل شو، د بازار تړلو ډیری میرمنې له عاید څخه بې برخې کړي، په شمول د هغو کسانو چې د خپلو کورنیو یواځیني کس په توګه ملاتړ کوي.
ښځې پر چارواکو غږ کوي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او بازار بېرته پرانیزي، څو دوی ته د کار او د خپلو کورنیو د روزلو اجازه ورکړي.