د ښځو پر زده کړو دوامداره بندیز به ډیری خصوصي پوهنتونونه وتړي
په افغانستان کې د ښځو په تعلیم بندیز

د ښځو پر زده کړو دوامداره بندیز به ډیری خصوصي پوهنتونونه وتړي

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه خبرداری ورکوي، چې پوهنتونونو ته د ښځینه محصلینو پر ورتګ د بندیز دوام به ډېری خصوصي بنسټونه له اقتصادي پلوه له ناکامۍ او بالاخره د تړل کېدو لامل شي.
د يادې ټولنې د مشر محمد کريم ناصري په وينا، اوسمهال د هېواد په ٢٤ ولايتونو کې د لوړو زده کړو ١٤٠ خصوصي موسسې او پوهنتونونه فعاليت لري، چې له ٦٥زرو څخه تر ٧٠زرو پورې د ښځينه محصلينو په ګډون شاوخوا ٢٠٠ زره محصلين په کې زده کړې کوي.
په کابل او ولایتونو کې د نارینه محصلینو په پرتله ښځینه محصلین زیات دي. دغو پوهنتونونو کابو ۲۵۰۰۰ استادان او نور کارکوونکي هم ګمارلي دي. د محصلینو میاشتنی فیس د پوهنتونونو د ساتلو لپاره خورا مهم دی او که ښځینه محصلینو ته د ګډون اجازه ورنکړل شی، یوازې په کابل کې به تر ۳۵ پوهنتونونه وتړل شی.
د ۲۰۲۱ کال په دسمبر کې، د طالبانو لخوا پرمخ وړل شوي د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې ښځینه زده کونکو ته به اجازه ورنکړل شي چې تر بل خبرتیا پورې پوهنتونونو ته لاړ شي. تر اوسه طالبانو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.