۴۷۷ افغان کډوال له ترکیې څخه ویستل شوي دي
افغانستان

۴۷۷ افغان کډوال له ترکیې څخه ویستل شوي دي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د مهاجرت د ادارې مشر اعلان کړی چې د نوي میلادي کال په لومړیو پنځو ورځو کې ۴۷۷ تنه افغان کډوال له دغه هیواده ایستل شوي دي. د انادولو اژانس راپور ورکړی چې د ترکیې حکومت د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جنورۍ تر پنځمې پورې ټولټال دوه زره "ناقانونه کډوال" نیولي او زر تنه یې د افغانانو په ګډون خپلو هېوادونو ته استولي دي. دغې ادارې همدا راز ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به له ترکیې ۵۰۰۰ نور افغان کډوال هم وباسي.
د ترکیې د مهاجرت د مدیریت په وینا، په ۲۰۲۲ کال کې، ترکیې تر دې مخکې له ۱۲۴۰۰۰ څخه زیات غیر قانوني مهاجرین ایستلي وو، چې په دې کې له ۶۸۰۰۰ څخه زیات افغانان او ۱۲۰۰۰ پاکستانیان شامل وو. په همدې حال کې د ترکیې پوله ساتونکو له کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه خپاره شوي او دغه هېواد پر افغان کډوالو بندیزونه سخت کړي دي.
په دې وروستیو کې د طالبانو د واکمنۍ  وروسته په ترکیه کې د کډوالو شمېر زیات شوی دی او د ترکیې له لارې نورو هېوادونو ته تښتي.