د راپورونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو چارواکو په ځینو ولایتونو کې د ښځو پر کار نوي محدودیتونه لګولي دي. د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، په مزارشریف، پلخمري او کندهار ښارونو کې ښځینه سوداګرو ته امر شوی چې خپل کاروبارونه بند کړي.
د مزارشريف ولايت يوې ښځينه هټيوالې وويل: «د طالبانو يو چارواکی راغی او موږ ته يې وويل چې موږ يوه اونۍ وخت لرو چې خپل دوکانونه وتړو او په کور کې کښېنو. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګول شو.»
طالبانو د ښځو پر زده کړو هم محدودیتونه لګولي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته ټولګيو ته د نجونو پر ورتګ او پوهنتونونو ته په تګ بندیز لګېدلی دی. دوی د ملګرو ملتونو په ګډون د بهرنیو سازمانونو په دفترونو کې د ښځو له کار کولو هم منع کړي دي. دې محدودیتونو د افغان سوداګرو میرمنو تر منځ ویره رامینځته کړې چې ویره لري د دوی کاروبار به اغېزمن شي.