د نجونو د زده کړې لپاره د یوې ځوانې میرمنې نوښت
تعلیم

د نجونو د زده کړې لپاره د یوې ځوانې میرمنې نوښت

شنبه په هیواد کې د انجونو پرمخ د ښوونځیو د تړلو ۵۵۱مه ورځ پوره شوه. په دې وخت کې، نجونې د خپلو ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره په شدت سره انتظار کوي، مګر دا یوه هیله پاتې ده.
 
يوې ځوانې انجلۍ حميدي چې د کابل پوهنتون د څلورم کال محصله ده، د نجونو د يوې وړې ډلې لپاره چې د طالبانو له خوا پر منځنيو ښوونځيو د بنديز له امله له ښوونځيو څخه لرې دي، ټولګي پيل کړي دي. هغه په خپل کور کې لږ تر لږه ۱۵ نجونو ته پټ تدریس کوي.
 
ټولګي تیره اونۍ پیل شول چې پکې زده کوونکو ته د ښوونځي مهم مضمونونه تدریس کیږي. هغې وويل: “ما پرېکړه وکړه چې د ټولګيو په جوړولو سره د نجونو مورال پياوړى کړم.”
 
د نجونو پر زده کړو بندیز د نړیوالې ټولنې او هم په هېواد کې دننه او بهر د افغانانو له سختو نیوکو سره مخ شوی، خو طالبانو ویلي چې ښوونځیو ته د نجونو د بېرته ستنېدو لپاره پر یوه میکانیزم کار کوي. تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی پورته شوی.
 
حميدي وويل: “نوي نسل د افغانستان هيله ده… بايد د زده کړو د زمينې د برابرولو لپاره هڅې وشي.”
 
پخواني ولسمشر حامد کرزي د جمعې په ورځ د اګست په ۱۹مه د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو د ژر پرانېستلو غوښتنه وکړه.
 
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په ښوونځیو کې د یو میلیون نجونو په ګډون شاوخوا ۳،۷ میلیونه نجونې په منځنیو او لېسې دورې ښوونځیو کې شاملې وې.